د اسيان سرمنشي کاو کيم هورن په وروستيو کې د سي جي ټي اېن له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د اسیان او چین ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له څه باندې دېرشو کلونو راهيسې دغو اړيکو کې نه يوازې حياتي ځواک ساتل شوی بلکې ډېرې لاسته راوړنې يې درلودلې دي. په نړۍ کې د ډېرو نړيوالو ستونزو حلول د سيمه ييزو او نړیوالو همکاريو ياتوالي ته اړتيا لري، نو ځکه د ده په وينا د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره د اسيان او چين ترمنځ ګډې هڅې ډېرې مهمې دي.
نوموړي زياته کړې چې په تېرو زياتو کلونو کې د چین بدلونونه د حيرانتيا وړ دي. د دولتي پرمختګ ډېرو هڅو، قوي مشرتوب، ګڼو سرچينو او د خلکو زيارونو ته اړتيا لري. هغه چين په دې برخه کې يوه ښه بېلګه بولي.