د چين د يون نان ولايت په نړۍ کې د ګلانو د کښت له درېیو لويو سيمو څخه يوه ګڼل کېږي او په اسيا کې د ګلانو د پلور تر ټولو لوی مرکز هم دی. اوس د دې ولایت ګلان د کورني بازار په سلو کې اويا سلنه برخه نيسي او د ګلانو د کښت مساحت يې تېر کال کې ۲۳۳۳۳ هېکتارو ته رسېدلی او د ګلانو صادراتي ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په سلو کې ۲۳ اعشاريه ۸ زياتوالی ښودلی دی.
اوس چین په نړۍ کې د ګلانو د کښت تر ټولو لوی هېواد ګرځېدلی دی. د چین د ګلانو چارو ټولنې يوه شمېرنه ښيي چې په ټول هېواد کې د ګلانو د کښت مساحت یو میليون ۳۸۹ زره او ۹۰۰ هېکتاره دی، د اړوندو کارکوونکو شمېر له ۵ میليونو ۳۴۰ زرو تنو څخه اوښتی او د تصديو شمېر يې نژدې ۲۲۰ زرو ته رسېدلی او کلنی توليدي ارزښت يې له ۵۲۰ ميلياردو يوانو څخه اوښتی دی.
چين هم په نړۍ کې د ګلانو بوټو د کاروبار په برخه کې ډېر مهم هېواد بلل کېږي. تېر کال د چين د ګلانو عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت ۷۸۲ میليونه امريکايي ډالره ښودل شوی چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس زيات شوی دی.