د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت له ځانګړي استازي محمدصادق خان سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو پر ارزونه، پر اقتصادي اړیکو د سیاسي کړکېچونو د اغېزو په مخنیوي او پر یو شمېر نورو مهمو اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال په سفر، یاد هېواد ته د سرپرست حکومت د پلاوي په ورتګ، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو په ارزونه او د موسمي اړتیاوو د پوره کېدو سربېره د افغانستان په اقتصادي وده هم خبرې شوې دي.