د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د نشه یي توکو او جرمونو ضد سازمان په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د پستې بڼونه جوړیږي. د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دا بڼونه د پستې کرکېلې ته د ودې ورکولو او بزګرانو ته د اوږدمهاله اقتصادي فرصتونو برابرولو لپاره جوړیږي. د کرنې متخصصین وایي چې پسته په وچو اقلیمي سیمو کې ښه پایله ورکوي او بزګران ورته د یوې ښې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.