د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په رسمي توګه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، چې بشارالاسد د محاکمې لپاره دمشق ته وسپاري. له دې مخکې رویټرز راپور ورکړی و، چې الشرع له روسیې غوښتي، چې هغه شتمنۍ بېرته ورکړي چې بشارالاسد روسیې ته د تګ نه مخکې مسکو ته انتقال کړې وې.