پاکستاني رسنیو ویلي، چې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې په يوې پېښه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر د نامعلومو وسلهوالو په بريد کې څلور تنه پوليس وژل شوي دي. ځايي پوليسو يادې ويلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پوليسو د دې ولسوالۍ په غريب اباد سيمه کې په ګزمه بوخت وو. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د وسلهوالو په ډزو کې د اوبو رسونې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.