د چين د پرمختګ لوړ پوړي فورم د ۲۰۲۵ کال غونډه د مارچ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د مرکزي مالي کمېټې د دفتر مرستيال او د مرکزي کلواليو چارو لارښوونکې ډلې د دفتر مشر هان ون شيو په دغه غونډه کې ويلي، هېواد به يې د عمومي تګلارو په پلي کولو سره د مصارفو هڅونه وکړي څو باکيفيته پرمختګ د خلکو د باکيفيته ژوند له اړتياوو سره سمون وخوري.
هغه ويلي، چين به د خلکو مصرفي وړتيا پياوړې کړي، اقتصادي چارو ته به وده ورکړي، د کارګرو توليدي موثريت د لوړتيا پر بنسټ به د خلکو عايدات زيات کړي، د عايداتو د ويشلو جوړښت به غوره کړي او د هېواد د کورني توليد په عمومي ارزښت کې به د خلکو د عايداتو انډوال لوړ کړي څو مصرفوونکي د سودا اخيستلو لپاره لا زياتې پيسې ولري.