د چين خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۲۲مه نېټه په توکيو کې له خپل جاپاني سيال تاکيشي ايوايا سره په ګډه د چين او جاپان د لوړې کچې شپږم اقتصادي ډيالوګ مشري وکړه چې د دواړو لوريو د ۱۵ حکومتي څانګو مسؤلينو پکې ګډون کړی دی.
د چين خارجه وزير وانګ يي د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، له شپږ کلن ځنډ وروسته چين او جاپان يو ځل بيا د لوړې کچې شپږم اقتصادي ډيالوګ جوړوي او موخه يې دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهم توافقات پلي کړي، د اقتصادي ستراتيژۍ او عمومي تګلارو په برخو کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، د دوه اړخيزو همکاريو بنسټ ټينګ کړي، په نويو چارو کې د همکاریو نوې لارې پيدا کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ نوې نقشه جوړه کړي او د چين او جاپان ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ سټراټژيکو اړیکو ته اقتصادي ملاتير برابر کړي.
وانګ يي دا هم وویل، د چين او جاپان ترمنځ د سياسي اړيکو له اعاده کېدو راهسيې خپلمنځي سوداګريز حجم څه باندې ۳۰۰ چنده زياتوالی موندلی او له مسلسلو ۱۵کلونو راهیسې يې کچه له ۳۰۰ميليارډو ډالرو زياته ده او دوه اړخيزې پانګونې يې عموماً ۱۴۰ميليارډو ډالرو ته رسېدلې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ صنعتي همکارۍ مخ په زیاتېدو دي، اقتصادي ګټې يو له بل سره شريکوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسوي. له دې څخه څرګندېږي چې چين او جاپان يو د بل سيالان نه دي، بلکې همکاران او فرصت برابرونکي دي، نو دواړه خواوې بايد يو د بل ملاتړ وکړي.