د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ د پنځه شل اوریزو سیالیو په څلورمه لوبه کې کوربه نیوزیلنډ د جیکوب ډفي ۴ او زاکر فولکس ۳ ویکټو پرمټ سیالې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه. په دې بریا سره نیوزیلنډ د پنځه شل اوریزو سیالیو لړۍ ۳ ـ ۱ په خپل نوم کړه.