د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت جغتو ولسوالي کې د «غازي محمدجان خان» ښوونځی د ولسي وګړو په مالي ملاتړ بیاورغول شو. د دغه ولایت د پوهنې رییس محمد عثمان حریت وايي، دغه ښوونځی د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ولسي وګړو په مرسته بیاروغول شو. هغه وویل، ولسي وګړو د دغه ښوونځي احاطوي دیوال او درسي ټولګي بیارغولي او ورته یې اړین وسایل هم پېرلي دي.