د احصايي او مالوماتو ملي ادارې د تېر لمریز کال په ترڅ کې د نږدې ۳ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خبر ورکړی دی. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۳ کال کې هېوادوالو ته ۲ میلیونه ۶۳۴ زره ۶۰۰ برېښايي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له دې ډلې یې یو میلیون او نږدې ۹۳۰ زره نارینه او څه باندې ۷۰۵ زره پېژندپاڼې ښځینه وو ته وېشل شوې دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ تېر کال په کابل کې نږدې ۶۶۰ زره، په هرات کې څه باندې ۲۰۰ زره، په کندهار کې ۱۹۰ زره، په بلخ کې نږدې ۱۷۲ زره او په ننګرهار کې څه باندې ۱۱۷ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.