د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» نن کابل کې بیا ځلې فعالیت پیل کړ. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي په دې مناسبت یوې غونډې ته وویل، دغه وزارت د افغانستان د کا قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي. د کارګرانو ملي ټولنې د فعالیت بیا پیلېدو سره هممهاله، د کار او ټولنیزو چارو وزارت عبدالمتین مولويزاده د دغه نبسټ سرپرست په توګه معرفي کړی. د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې سرپرست وویل، د کارګرانو غوښتنې به د کار قانون پر بنسټ په منسجم ډول د سرپرست حکومت له مسوولینو سره شریکې کړي.