د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د تیلو په یو پمپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۰۰ زره ډالره زیان اوښتی دی. ځايي سرچینو ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د کندهار ښار پنځمې حوزې پورې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینو زیاته کړې چې په دې پېښه کې د تیلو پمپ مسوول ټپي شوی دی. سرچینو د پېښې د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو زیاته کړې ده چې اور د یاد ولایت د ځایي چارواکو خوا کابو شوی دی. سرچینو یادونه کړې چې د مالي زیانونو د ډېرېدو احتمال شته دی. د یادولو وړ ده، چې په دې پېښه کې چاته د سر زیان اوښتی نه دی.