د تخار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سرو زرو یو کان نړېدو په پېښه کې ۲ کارکوونکي مړه شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح کریمي یکشنبه د وري پر ۳مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خواجه غار ولسوالۍ د مینچقور کلي په تاش کوتل سیمه کې شوې ده. د نوموړي په خبره، دغو کارکوونکو د زر مینځلو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی. کریمي زیاته کړې چې د کارکوونکو مړي را ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارلي دي. له دې وړاندې هم په تخار کې د ورته پېښو په پایله کې ډېرو کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.