د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۵۸ واړه ذخیروي بندونه جوړ کړي. د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې په دغو بندونو ټولټال ۱۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د سرپرست حکومت له بودجې تمویل شوي دي. د کرنې وزارت له لوري دغه بندونه په جوزجان، بدخشان، کندهار، فاریاب، بامیان، لغمان، ننګرهار، روزګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې جوړ شوي دي.