د خوست ولایت د پاسپورټ امریت مسوولین وایي چې دغه امریت د تېر ۱۴۰۳ کال کې څه باندې ۳۶ زره پاسپورټونو له وېش څخه څه باندې ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي چې یاد امریت د تېر ۱۴۰۳ کال په لړ کې د ۳۶ زره ۱۳۸ پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۸۴ میلیونه ۴۶۴ زره ۹۵۰ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.