اسراییلي رسنیو ادعا کړې، چې مصر د غزې د جګړې د بندیدو او د اسراییلي اسیرانو د ازادۍ لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له مخې، حما.س به پنځه اسراییلي اسیران، چې یو یې د امریکا تبعه دی، خوشې کړي او ورپسې به د اسراییلو نظامي عملیات ودرول شي. د اسراییلو کان ټلویزیون ویلي، چې حما.س د اسیرانو د ازادۍ لپاره تیاری ښودلی، خو فلسطیني مقاومت لا دغه موضوع نه ده تایید کړې.