په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۸ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره ۸۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۹ زره او ۸۸۰ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.