د چین صدراعظم لي چیانګ وايي، هېواد يې سږ کال د خپلې اقتصادې ودې لپاره پنځه سلنه زیاتوالي موخه ټاکلې ده.
هغه دا خبرې د مارچ د ۲۳مې نېټې سهار په پلازمېنه بېجینګ کې د دغه هېواد د پرمختګ فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د وینا پرمهال وکړې.
ده د چين د اقتصاد او نړيوال وضعيت په اړه هم خبرې وکړې.
لي چيانګ وويل، د چين د پسرلني اختر په موده کې د فلمونو، واورينو لوبو، کلتوري او سلانيز بازارونه ډېر ګرم شوي او پرمختګ به يې هرومرو د هېواد اقتصاد ته دوامدار او پیاوړی خوځنده ځواک ورکوي.
نوموړي وويل، چين موخه ټاکلې چې سږنی اقتصادي وده شاوخوا ٪ ۵ زياتوالی ومومي، ځکه حکومت يې د خپل اقتصاد اساسي شرایط ښه درک کړي او په خپل اداري توان او راتلونکې ودې ډېر باور لري.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد د ټوټه کېدو، بې ثباتۍ او نا څرګندتياوو عوامل مخ په زياتېدو دي، هېوادونه دې بازارونه پرانيزي، تصدۍ دې سرچينې شريکې کړي، له ننګونو سره دې ګډه مقابله وکړي او ګډه سمسورتيا دې ومومي.
نوموړي وويل چې چين به پر پرانيستو همکاريو ټينګار ولري، د نړيوالو قواعدو مطابق او عادلانه سياليو څخه به ملاتړ وکړي او ازادې سوداګرۍ او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير ثبات به وساتي.