د چین د پرمختګ فورم په کلنې غونډه کې ګډونوالو شخصتونو خبري رسنيو ته ويلي چې چین د اقتصاد با کیفیته پرمختګ ته دوام ورکړی او دا کار يې د نړیوال اقتصاد د پرمختګ لپاره یو حیاتي ځواک بللی دی.
د فورم ګډونوال په دې نظر دي چې په بېلا بېلو برخو کې د چین نوی حيات ځواک لا پياوړی شوی چې دا به د چين اقتصاد ته دايمي او سمسور پرمختیایي ځواک برابر کړي.
دوی ویلي چې د چین په اقتصادي پرمختګ سره به د نړۍ اقتصاد ته هم نوي فرصتونه برابر شي.
د نېستل ګروپ (Nestlé) اجرائيوي مدير لاورنټ فرېکسي ويلي چې چين د راتلونکي پرمختګ د اړتيا وړ ټول شرايط لري چې په وینا يې د چین لوی اقتصاد، لوی نفوس، عصري بنسټیز تأسيسات، د پانګونو قوي وړتيا او د لوړ مهارت لرونکو کارکوونکو ته يې اشاره کېدای شي.
هغه وايي چې د يادو ټولو مثبتو عواملو د شتون له کبله به چين په دوامداره توګه د نړيوال اقتصاد پرمختیايي انجين وګرځي.