د چین صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د امريکا د سنا مجلس له غړي ديانس او د دې هېواد د تصديو له ځينو استازو سره وليدل.
هغوی د ۲۰۲۵م کال د چين د پرمختګ فورم په کلنې غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.
لي چيانګ ويلي چې اوس د چين او امريکا ترمنځ اړيکې نوي او مهم پړاو ته داخلې شوې دي.
ده هيله ښودلې چې امريکا له چين سره په ورته لوري کې ګامونه پورته کړي او دواړه هېوادونه دې د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو له اصولو سره سم د نظريو صميمي تبادلې وکړي، خپل منځي باور لا ټينګ کړي، شکونه دې لرې کړي، دوه اړخيزې همکارۍ دې لا پياوړې کړي او د دغو اړيکو د ثابت، سالم او دواملرونکي پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو مهم بنسټ دی. چين هېواد ته د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو د راتګ او د چين په پرمختیايي فرصتونو کې د ګډون هر کلی کوي او د تصديو د مسئلو او ستونزو د لرې کولو لپاره به هلې ځلې وکړي او له ټولو بهرنيو تصديو سره به ښه چلند وکړي تر څو د بهرنيو پانګوالو لپاره غوره او ښه سوداګريز چاپيريال برابر کړي.