د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د مارچ په ۲۳ مه نېټه د اپل، فایزر، بروکفیلډ، میډټرونیک، ماسټرکارډ، ایلي لیلی، کارګیل او کورنینګ په شمول د مشهورو نړیوالو شرکتونو له مسوولین سره وکتل او د نړۍ او چين د اقتصادي وضعيت، د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او په چين کې د پانګونو د پراختيا په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
هه لي فنګ له دغو مسئولينو سره په خبرو کې وويل، د چين اقتصاد ډېر پایدار، بالقوه او خوځنده ځواک لري او حکومت يې د باکيفيته پرمختګ پر لارې ټينګار لري او هڅه کوي، چې د لوړې سويې ورخلاصون پراخ کړي او خپل سوداګريز چاپيريال لا ښه کړي. نوموړي هيله وښوده، چې نړيوال شرکتونه دې په چين کې خپلې پانګونې زیاتې کړي او د چين د پرمختګ له فرصتونو دې ګټې پورته کړي.
د يادو نړيوالو شرکتونو مسئولينو هم ویلي چې د چين بازار ته په درنه سترګه ګوري، د چين په راتلونکي اقتصادي ودې باور لري او له چين سره همکاريو ته به دوام ورکړي.