د ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې په سیاسي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. په راپور کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازی یو شیائونګ د روان کال د مارچ له ۱۱مې تر ۲۰مې پاکستان، ایران او قطر ته تللی او د دغو هېوادونو له استازو سره یې خبرې اترې کړې دي. د راپور په حواله، نوموړی ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له مجیدتخت روانچي سره لیدلي او له هغه سره یې د افغانستان اړوند چارو باندې بحث کړی دی. ایسنا خبري اژانس لیکلي چې یو شیائونګ پاکستان ته په سفر کې له محمد صادق او قطر کې یې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر سره لیدلي دي.