د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ویلي، چې له افغان لوري سره یې په یوې داسې ګډې طرحې جوړولو کار کړی، چې د افغان کډوالو پر ستنولو متمرکزه ده. عراقچي ویلي، چې د دې طرحې له مخې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير تدريجي او په باعزته ډول ترسره شي. سيد عباس عراقچي له ایرنا اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې له افغان چارواکو سره یې په لیدنو کې د غيرقانوني افغان کډوالو د وتلو پر اړتيا مفصل بحث کړی او دواړو خواوو ټينګارکړی چې ايران ته په غير قانوني ډول داخل شوي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. عراقچي وايي، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د افغان کډوالو د تدريجي او باعزته بېرته ستنېدو لپاره يوه ګډه طرح چمتو او عملي شي.