د سرپل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نږدې ۳۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت لسګونه ټولګټې پروژې پلې کېږي. د سرپل د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د بېلابېلو همکارو موسسو له لوري د ۳۳.۹۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۴۷ ټولګټې پروژې پلې کېږي چې د ۷.۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې او پاتې نورې یې لا هم تر کار لاندې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پروژې د کرنې، اوبو لګولو، روغتیا، د ښوونځیو بیارغونې، د څښاک د پاکو اوبو د شبکو جوړولو، ښځو ته د کار زمینې برابرولو، د خوراکي توکو مرستې او پر مستحقینو د نغدو پیسو وېشلو په برخو کې پلې کېږي.