د راپورونو له مخې په استانبول کې د زنداني شوي ښاروال اکرم امام اوغلو د نیولو په غبرګون کې روانو لاریونونو لا زور اخیستی دی. راپورونه وایي، چې په شپږمه شپه له دغو لاريونونو سره ګڼ شمېر محصلين هم یوځای شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پولیسو د لاریونونو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې له ۱۱۰۰ څخه ډیر کسان نیولي دي. د ترکیې د خبریالانو ټولنې ویلي چې په نیول شویو کسانو کې ۹خبریالان هم شامل دي. د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو له نیول کېدو وروسته د ترکیې په څو ښارونو کې پراخ لاریونونه پیل شوي. امام اوغلو، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیاسي سیال دی، تېره اونۍ د فساد په تور ونیول شو. یو شمېر اروپايي هېوادونو په ترکیه کې د دې تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی په ترکیه کې د ډیموکراسۍ د برخلیک په اړه اندیښمن دي.