د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کونړ د پوهنې رییس محیب الله حیدري ویلي، چې دا ودانۍ د جاپان د خلکو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده. د نوموړي په وینا یاد ښوونځي کې ۲۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. د سیمې خلک او د ښوونځي مسوولین د دې ودانۍ له جوړېدو خوښ دي او تمه لري، چې دا ډول نورې تعلیمي پروژې هم پلي شي.