د رییسالوزرا په مشرۍ د کابینې په ۱۸مه غونده کې پر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسایلو بحث او لازمې پریکړې وشوې. یاده غونډه کې هېواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو مخنيوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تایيد شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د تطبیق په موخه یې عملي اقدامات ترسره کړي. دې غونډه کې دغه راز ټولو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې په لویو او وړو پروژو کې د خلکو د استخدام په اړه له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې هڅه وشي، چې په کور دننه خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.