د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي، یو خصوصي شرکت د کانال په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ او سپورټي فعالیتونو لپاره نوې پراختیايي پروژې پیل کړې دي. یادې پروژې د کانال هډې فارم ۲۷ او ۲۸ بلاکونو کې عملي کیږي، چې له مخې به یې ۷۵ جریبه ځمکه زراعتي برخه کې د مالټو، انګورو، ناکو، اینځرو او نورو مېوه لرونکو بوټو باغونو لپاره ځانګړې شي. دغه راز ۳۵ جریبه نوره ځمکه به د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت به سپورټي میدانونو او پارکونو جوړلو لپاره چمتو شي.