د کندهار د بېپولو ډاکټرانو روغتون مسوولین وایي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې د نري رنځ ۲۷۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده. کندهار کې د بېپولې ډاکټرانو د روغتون استازی داکټر صديق الله اسحاق ویلي، چې دغه روغتون کې په نري رنځ اخته زياتره ناروغان ښځې او ماشومان دي. په ورته وخت کې کندهار کې په نريرنځ اخته یوشمېر ناروغان وایي، د دود، تيارو خونو کې د ژوند کولو او روغتيا ته د نه پاملرنې له امله په دغه ناروغي اخته شوي. روغتیاپالان وایي، ککړه هوا، تنګ استوګنځي او د خلکو کمزوری معافیت د نري رنځ یا تبرکلوز ناروغۍ د چټک خپراوي اساسي لاملونه دي.