د چین د دولت رئیس شي جين پينګ مېرمن او د نړیوال روغتیايي سازمان د توبرکلوز او ایډز ناروغیو د وقایې او مخنیوي په اړه د حسن نیت سفیرې پنګ لي یوان د مارچ په ۲۴مه نېټه د ۲۰۲۵م کال لپاره د توبرکلوز د وقایې او مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسب ویډيويي غونډې ته وینا وکړه.
مېرمن پنګ لي یوان وویل، د نړیوال روغتیايي سازمان او نړیوالې ټولنې د اوږدو کوښښونو په نتیجه کې د توبرکلوز د وقایې او مخنیوي کارونو د لیدو وړ بریالیتوب تر لاسه کړي چې له ۲۰۰۰م کال راهیسې نړۍ کې ۷۹ میلیونه ناروغان درملنه شوې او ژغورل شوي دي.
د نړیوال روغتیايي سازمان دغه ویډويي غونډه د مختلفو خواوو ځواک راټولوي او د توبرکلوز د ننګونو سره ګډه مقابله کوي، نو ستر اهمیت لري.