د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي. یاد وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې دواړو خواوو د جلغوزو، انارو، قیمتي او کانونو ډبرو لکه نفریت، اونکس، لاجورد او تالک د صادراتو په اړه بحث او خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو خبرو موخه د ټرانزیتي توکو او د افغانستان د توکو د لېږد رالېږد د بیو ټیټوالی او همدانګه د هېواد د اړتیا وړ ماشینالاتو وارداتو کې د اسانتیا رامنځته کول وو. نورالدین عزیزي او جاو شینګ هوکړه وکړه، چې د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړوي، ترڅو منظمې غونډې جوړې کړي.