په تېرو دوو لسیزو کې، نړیوالو خیریه سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلو خلکو لپاره بې ساري مرستې کړې دي. دا سازمانونه، چې تر ټولو لوی او اغېزناک یې د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ لرونکی و، د افغانانو د ژوند په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې؛ لکه روغتیا، زده کړې، عاجل بشري خدمتونه، د خوراکي توکو رسونه او د بیځایه شویو ملاتړ. خو له بده مرغه، اوس د نړیوالو مرستو کچه ورځ تر بلې کمه شوې، او ځینې هېوادونو حتی خپلې بشري او مالي همکاری بندې کړې دي. دا یوه جدي او پراخه نړیواله ستونزه ده چې نه یوازې افغانستان، بلکې نوره غریبه او جګړه ځپلې نړۍ یې هم اغېزمنه کړې ده.
په دې شرایطو کې، افغان سرپرست حکومت، خصوصي سکتور او عام افغانان باید د نړۍ له روان وضعیت څخه سم درک ولري او د مرستو د کمیدو د پایلو مخنیوي لپاره عاجل بدیلونه ولټوي. نور باید د بهرنیو مرستو د دوام په تمه پاتې نه شو، بلکې له داخلي فرصتونو نه باید اغېزمنه استفاده وشي. افغانستان که څه هم د ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو دا هېواد پراخې زراعتي ځمکې، طبیعي زیرمې، ځوان نفوس، سیاحتي موقعیت او ژور فرهنګي ارزښتونه لري چې که پر سمه توګه مدیریت شي، کولی شي هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ پر لور بوځي.
په اوسني وضعیت کې، د افغان سرپرست حکومت لپاره تر ټولو مهم مسئولیت دا دی چې د موجودو سرچینو او فرصتونو مدیریت ته لومړیتوب ورکړي. د کرنې، کانونو، صنعت، او کورني تولید سکتورونو ته باید جدي پاملرنه وشي. حکومت باید د قانون حاکمیت، شفافیت، او د پانګوالو لپاره د باور فضا رامنځته کړي تر څو خصوصي سکتور هڅه وکړي په دې هېواد کې پانګونه او تولید زیات کړي. دا چاره نه یوازې اقتصادي ودې ته لاره هواروي، بلکې زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته هم د کار زمینه برابروي.
همداراز، خصوصي سکتور ته هم اړتیا ده چې د پخوا په څېر یوازې پر وارداتو ته تکیه ونه کړي، بلکې د تولید، پروسس، صادراتو، او خدماتو په برخو کې د پانګونې لور ته لاړ شي. دا د خصوصي سکتور لپاره هم یو فرصت دی چې د بهرنیو مرستو نه شتون د یو خالي بازار په توګه وګوري او خپل رول پیاوړی کړي. د افغان تولیداتو کیفیت باید لوړ شي، د بازار موندنې لوري ته باید توجه وشي، او د نړیوالو معیارونو مطابق محصولات برابر شي.
له بلې خوا، عام خلک هم باید دا درک کړي چې اوسنی حالت د هر چا ګډ مسئولیت دی. باید له دولتي ادارو سره همکاري وشي، د داخلي تولیداتو ملاتړ وشي، او د ټولنیزو همکاریو روحیه وغوړېږي. ولسي فعالین، ټولنیزې شبکې، او د کليو شوراګانې کولی شي خپل رول ولوبوي، خلکو ته د ځان بسیاینې مفکوره ورکړي، او د کوچنیو کاروبارونو د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړي.
همداراز، د بهر مېشتو افغانانو هم یو مهم رول پاتې دی. هغه افغانان چې له هېواده بهر ژوند کوي او اقتصادي توان لري، باید هڅه وکړي چې په خپلو کلیو او ولسوالیو کې کوچنۍ پروژې پیل کړي، هلته د خلکو لپاره کار پیدا کړي، او د هېواد اقتصادي جوړښت ته عملي مرسته ورکړي.
دا حقیقت انکار ناپذیر دی چې د بهرنیو مرستو کمیدل به اغېز ولري، خو که حکومت، خصوصي سکتور، ولس او بهر مېشتي افغانان له اوسني وضعیت نه مثبت برداشت وکړي او خپلې هڅې منسجمې کړي، نو دا بحران به د یو نوي فرصت بڼه غوره کړي. افغانستان یو داسې ملت دی چې تل یې له سترو کړاوونو وروسته د مقاومت، حوصلې او هڅې له لارې ځان پورته کړی.
په پای کې باید ووایو چې افغانستان نور باید د تل لپاره پر بهرنیو مرستو پورې تړلی پاتې نه شي. دا وخت د پخېدو، خپلواکۍ، نوښت او د داخلي ظرفیتونو د فعالولو دی. افغان سرپرست حکومت، خصوصي سکتور، او ولسي ټولنه باید لاسونه سره ورکړي، له شته فرصتونو ګټه واخلي، او دا ثابت کړي چې افغانستان کولای شي د خپلو خلکو لپاره یو باعزته، باثباته او پر ځان متکي ژوند برابر کړي.