د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، هڅه کوي، چې د زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذبولو په موخه هېواد کې، د ګرځندویي صنعت د معیاري جوړولو لپاره کار وکړي. د دې وزارت ویاند خبیب غفران همدارنګه وايي، چې په تېر کال کې، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو څخه زرګونه بهرنیو سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده. نوموړی په تېر ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا څلور میلیونه داخلي او ۸۲۰۰ بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو په وینا د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د ښو خدماتو د وړاندې کولو په موخه تېر کال په نورستان، پکتیا، کاپيسا او غور ولایتونو کې څلور هوټلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.