د سرپرست حکومت مرسیتال ویاند وايي، چې د اوبو مدیریت او کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه کې ۴۱۰ چکډیمونه او ۴ د اوبو ستر بندونه جوړ شوي دي. ملا حمدالله فطرت ویلي، چې که څه هم په هېواد کې د وچکالۍ څپو او د بارانونو او واورو کمښت په ځینې سیمو کې د اوبو سطحه ټیټه کړې او په کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ یې هم اغیز کړی دی. خو د سرپرست حکومت د اوبو مدیریت او وچکالۍ سره مبارزې په موخه د کرنې، اوبو او انرژۍ او کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو له لارې ۴۱۰ چکډیمونو او د اوبو د څلورو لویو بندونو چارې بشپړې کړې دي. د مالوماتو له مخې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د نورو کلونو په پرتله د ورښتونو کچه لوړه وه، چې بڼوال او بزګران یې ابادۍ او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ښه حاصل ته هیلهمن کړي دي.