د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه غواړي د بایټ ډانس شرکت سره یوه غیري چینایي شرکت ته د ټیک ټاک پلورلو لپاره د موافقې په بدل کې په چینایي توکو تعرفې کمې کړي. امریکا ټیک ټاک ته د اپریل تر ۵ مې نېټې وخت ورکړی و، ترڅو یو غیري چینایي اخیستونکی پیدا کړي، که نه نو ټیک ټاک به هم فعالیت ودروي. د لنډو ویډیو ګانو ټولنیزه شبکه ټیک ټاک چې شاوخوا ۱۷۰ ملیونه امریکایي کاروونکي لري د ملي امنیت اندیښنو له امله په دغه هیواد کې د احتمالي بندیز سره مخ ده. تیر کال، متحده ایالاتو یو قانون تصویب کړ او اعلان یې وکړ چې د چینایي شرکت بایټ ډانس لخوا د ټیک ټاک ملکیت د دې لامل کیدی شي، چې د دې شرکت لخوا چین متحده ایالاتو ته د نفوذ کولو او د امریکایانو څخه معلومات راټول کړي. ټیک ټاک تر اوسه د ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.