د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزرات سرپرست نورالدین عزیزي، په هېواد کې د تشبثاتو سکټور د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه؛ له ۱۲مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې؛ نورالدین عزیزي د یادو مؤسسو له مسوولینو څخه غوښتي چې د پروژو مالي ملاتړ کوونکو ته د خپلو طرحو د وړاندې کولو پر مهال، راستنېدونکو هېوادوالو ته لومړیتوب ورکړي. ټاکل شوې، چې یادې پروژې د ظرفیت جوړونې، د کورنیو د مالي اړتیاوو پوره کولو، سلمه دوزۍ، د وړو سوداګریو مدیریت، راستنېدونکو ته د معشیتي فرصتونو د لاسرسي د زیاتوالي او پایښت او متشبثینو ته د غالۍ اوبدلو او ګرافیک ډیزاین زده کړې په برخو کې د یو میلیون ۵۵۳ زره او ۱۸۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په ۱۲ولایتونو کې تطبیق شي. هېره دې نه وي چې د یادو پروژو له ښېګڼو څخه به څه باندې ۱۰۰۰ تنه په کندز، لوګر، فاریاب، ننګرهار، کابل، بدخشان، بامیان، هرات او تخار کې برخمن شي.