د کډوالو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د قطر هېواد له شارژدافیر مرُدف القاشوطي سره کتلي دي. یاد وزارت پر اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې له افغان کډوالو سره پر مرستو او همکاریو خبرې شوې دي. القاشوطي له افغان کډوالو سره د قطر د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په مناسب ډول د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره په همکارۍ غور کوي. هغه د خبرو پر دوام څرګنده کړه، چې د قطر ولس او مرستندویه بنسټونه له افغانانو سره مرستو ته لېواله دي او له همدې امله د قطر د سرې میاشتې ټولنې او قطر الخيريه بنسټ په کابل کې فعالیت پیل کړی دی. مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو له امله د قطر هېواد له مرستو مننه وکړه.