د امريکا د سوداګرۍ وازرت د مارچ په ۲۵مه نېټه د صادراتي بنديزونو په لېست کې د ځينو چيني شرکتونو او ټولنو د شاملولو خبر خپور کړ. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د مارچ په ۲۶مه نېټه د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چين د امريکا له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي چې د دغه هېواد د ملي امنيت له مفکورې او د صادراتي بندرونو له تدبير څخه ناوړه استفاده کړې او د چين زيات شرکتونه يې د صادراتي بندرونو په لېست کې شامل کړي دي.
د دغه وياند په خبره، د امريکا د دغه عمل موخې د بهرنيو شرکتونو او ټولنو د پرمختګ مخنيوی او د نورو هېوادونو د پرمختيايي حق محرومول دي. د امريکا دغه عمل به د اړوندو شرکتونو او ټولنو قانوني حقونو ته سخت زيانونه ورسوي او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير امنيت او ثبات به ويجاړ کړي. چين له امريکا څخه غوښتي، چې ناوړه کړنې بندې کړي.