د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر او په سویس کې د چین دایمي استازي چن شو د مارچ په ۲۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸مه غونډه کې د فلسطین او اسرائیلو موضوع په اړه د چین دریځ په ډاګه کړ.
نوموړي وویل، چین د فلسطین او اسرائیلو کړکېچ له نږدې څاري، په دې وروستیو کې پر غزې تړانګې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله سلګونه عام وګړي وژل شوي دي.
ده ویلي چې چین د اسرايلو دغه بریدونه سخت غندي او د اوربند لپاره د امید ختمېدو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي.
دی وايي چې اړوندې خواوې باید د لا سخت بشري ناورین د مخنیوي لپاره له داسې هر ډول ګړنو لاس واخلي چې د وضعیت د لا ډېر ترینګلتیا سبب کېدای شي. نوموړي پر اسرائیلو غږ کړی چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږلو ته لاره هواره کړي.
ده ویلي چې د فلسطینیانو د بنسټیزو حقونو درناوی او ساتنه دې وشي.