د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست ویلي چې د دغه ولایت د خاکسفيد ولسوالۍ په رنج کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت يوه شبکه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.