د راپورونو له مخې په اروپايي هېوادونو کې کرونا د پراختیا په حال کې ده. اروپایي هېوادونو بیا په پوره همغږۍ هڅه کړې ده چې د ویروس د پراختیا مخه ونیسي خو تر ټولو ډېرې پېښې یې په ایټالیا کې دي. دمګړی په ایټالیا کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۱۵۰۰ ته رسېدلی دی. تر دې دمه یې ۲۵۰۰ په شاوخوا کې کسان وژلي دي. په نورو هېوادونو کې هم اړین تدابیر نیول شوي او میلیونونه خلک په کورونو کې قرنطین دي. د روغتیا نړیوال سازمان بیا هم پر هېوادونو غږ کړی چې ددغه ویروس د پراختیا لپاره سره جدي همکاري وکړي.