د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۸مې نېټې په سهار په بېجينګ کې له نړيوالو سوداګريزو او صنعتي شخصيتونو سره وکتل.
شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين له تېرو څو کلونو راهيسې تل د نړيوال اقتصادي پرمختګ عمده خدمت برابرونکی او ثابت انکر دی او اوس په هراړخيزه ساحه کې چيني شکله عصريتوب پرمخبيايي. چين پخوا او اوس د بهرنیو سوداګرو غوره، خوندي او ګټورې پانګې اچونې موخه پاتې شوی او په راتلونکې کې به هم حتمي همداسې وي.
ده زیاته کړې چې له چين سره همکاري د فرصتونو شراکت دی، پر چين باور لرل يانې پر ايندې باور لرل او په چين کې پانګونه په راتلونکي کې پانګونه ده.
شي جين پينګ دا هم وويل، بهرنۍ تصدۍ په تېره بيا سترې نړيوالې تصدۍ د نړيوال اقتصادي نظم په ساتلو کې مهم رول لري او ستره دنده پر غاړه اخلي. داسې تصدۍ بايد څواړخيز سوداګريز سيستم، د نړيوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات او د نړيوالې همکارۍ پرانيستی نړيوال چاپېريال په ګډه خوندي کړي او پر سم لوري بايد د نړيوالتوب پرمختګ پرمخ بوزي.
د بهرنيو او نړيوالو تصديو کابو ۴۰ مشرانو او سوداګريزو او صنعتي شخصيتونو په دغه کتنه کې ګډون کړی دی.