د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د مارچ په ۲۷مه نېټه د های نان ولايت په بواو علاقه دارۍ کې د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۵م کال غونډې پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ او « له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې او د اسيايي کور د ابادۍ لپاره ګډې هڅې » تر عنوان لاندې يې وينا وکړه.
دينګ شوی شيانګ وويل، چې روان کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د اسيايي ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ وړانديز له لسمې کليزې سره برابر دی. د بېلا بېلو خواوو تر ګډو هڅو لاندې د دغې ټولنې په ابادۍ کې د ليدو وړ پايلې تر لاسه شوې، د سيمه ييز اقتصادي يووالي جريان پرمخ تللی، د ټرانسپورټ او پیوستون شبکه لا بشپړه شوې ده او په نړيوال اقتصاد کې د اسيايي اقتصاد ونډه لوړه شوې ده. د ده په خبره، اسيا د خپل پرمختګ د موندلو په عين وخت کې د نړيوال پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي.
د دينګ شوی شيانګ په وينا، چې د چین اقتصاد ثابت دی او د ښه والي، پرمختګ تمايل يې لا روښانه شوی، د نوښت پر مټ د پرمختګ خوځنده ځواک لا قوي شوی او سوداګريز چاپيريال لا ښه شوی دی.
د اوبو اسيايي فورم رئيس بان کيمون په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وینا وکړه او د لاوس صدراعظم سونيسې سيپندون، د بنګلاديش د انتقالي حکومت لومړی سلاکار محمد يونوس او د سوداګرۍ او صنعت استازو په جلا جلا توګه ويناوې وکړې. دوی د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه پوره باور او له چين سره د ښه اسايي او نړيوال راتلونکي د ابادۍ هيله يې وښوده.