ایراني رسنیو ویلي، چې ایران له افغانستان سره پر پوله ۵۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی دی. د ایران د تایباد ښاروال ویلي چې د دغه دېوال د جوړېدو لومړی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی. نوموړي ویلي، چې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د دېوال جوړېدل د دغه هېواد یوه له مهمو طرحو ده. تر دې وړاندې ایراني چارواکو اعلان کړی و، چې د خراسان رضوي، سویلي خراسان او سیستان و بلوچستان ولایتونو کې به د پولو د تړلو چارې په راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړې شي. د راپور له مخې، ایران د پولې د تړلو د پروژې د پلي کولو لپاره خپلو وسله والو ځواکونو ته درې میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.