د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی، چې د افغان تابعیت لرونکو د بېرته ستنېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی. هغه ویلي، چې د کډوالو د جبري ستنېدو د بهیر په اړه کور په کور معلوماتو ورکړل شوي دي. محسن نقوي د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وکړه او ویې ویل چې دغه بهیر به د فدرالي او دولتي ادارو په پوره همکارۍ سره عملي شي. د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اخراج په بهیر کې له کډوالو سره د دوستانه چلند پر اهمیت ټینګار کړی. نوموړي د دې پروسې د شفافیت لپاره د څارنې د کمېټې د جوړولو اعلان هم کړی. په دې غونډه کې نورو پاکستاني چارواکو هم د دې پروسې د عملي کولو لپاره پر دوامداره همغږۍ او اړیکو ټینګار کړی دی. د پاکستان د حکومت له خوا له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل به په دوو ورځو کې بشپړ شي.