پولیټیکو خبري اژانس د دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ ته خپل لومړي مرستیال او همدا شان د هغه د دفتر رییس وړاندیز کړی، چې په سیګنال کې د امنیتي چارواکو د پټو خبرو د افشا کولو له امله د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې ګوښه کړي. پولیټیکو په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا وړانديز د تېرې چهارشنبې ورځې له ټرمپ سره په لیدنه کې، ډي جې وینس، د ولسمشر د دفتر رییس سوزي ویلز او د سپينې ماڼۍ یوه بل جګپوړي چارواکي ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړی دی. ویل کېږي چې ټرمپ منلې، چې د هغه د ملي امنیت سلاکار «اوضاع ګډوډه کړې» خو د هغه ګوښه کول به ډیموکراتانو او د دوی ملاتړو رسنیو ته د ټرمپ په مقابل کې شین کارت په ګوټو ورکړي. له دغو امریکایي چارواکو یې یوه ویلي، چې ښایي والتز په راتلونکو اونیو کې له دندې کوښه شي.