د افغانستان ۱۷ کلنه فوټبال ملي لوبډله د روان ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن د سعودي عربستان پر لور روانه شوه. د ۱۷ کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ د سعودي عربستان په کوربهتوب د راتلونکې اپرېل میاشتې پر درېیمه نېټه پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۰مې دوام کوي. په دې سیالیو کې ۱۶ اسیايي هېوادونو ونډه اخیستې، چې افغان لوبډله به په C ګروپ کې له اندونیزیا، سویلي کوریا او یمن سره مخامخ شي.