د فراه په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې له ۸۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه. د فراه ولایتي مسوولین وايي، چې دغه مرستې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست له لوري ویشل شوي دي. په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، شپږ صابون او ۵۰ کیلوګرامه غنم ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د فراه ولایت په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي وو او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.