دا په سوداګرۍ کې یوه معمول او منل شوې خبره ده چې هر آزاد سوداګر او پانګوال د خپل کار او پانګونې لپاره مناسب بازار لټوي او هغوی په دې برخه کې سیاسي، فکري، عقیدوي او نورو مسایلو ته پام نه کوي.
نو ځکه هر هېواد هڅه کوي چې خپل بازارونه او تجارتي پالیسۍ داسې جوړې کړي چې د نړیوالو سوداګرو او پانګوالو د علاقې وړ شي او په دې برخه کې له خپلو سیالو هېوادونو سره رقابت کوي.
سالم او مضر رقابتونه او پر نړیوال تجارت يې اغېزې
د ځینو کلمو په اړه هسې په ذهن کې منفي تصویر جوړشي مګر په حقیقت کې داسې نه وي، لکه «رقابت یا سیالي».
رقابت مثبت هم کېدای شي لکه موږ چې مخکې یادونه وکړه چې مثلا که د تجارت په برخه کې یو هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د مناسب بازار برابرولو لپاره هڅه کوي، نو که بل هېواد په دې برخه کې رقابت یا سیالۍ ته راوړاندې کېږي او تر هغه بل لا ښه بازار او شرایط برابروي نو دا سالم رقابت دی او مثبته نتیجه لري ځکه څومره چې سوداګرو او پانګوالو ته سهولتونه رامنځته کېږي، په هماغه کچه سوداګري وده کوي او بالاخره ګټه يې عامو مشتریانو ته رسېږي.
خو برعکس، که یو هېواد د ځان د ګټو لپاره د نورو ګټې په خطر کې اچوي او یا د نورو د پرمختګ مخه نیسي نو دا بیا منفي او مضر او مردود رقابت دی.
مضر رقابتونه نه یوازې مقابل لوري او عام زیانونه پېښولای شي، بلکې ډېر وخت عامل ته هم زیان رسوي.
د امریکا له خوا له ۲۰۱۸ میلادي کاله پر ځینو هېوادونو اقتصادي فشارونه او پر تولیداتو يې د اضافې تعرفو لګولو سیالي پیل شوې چې د ټرمپ د بیاځلي واک ته په رسیدو سره دغه فشارونه لا پراخ او سخت شول چې نه یوازې یو هېواد، بلکې چین، کاناډا، مکسیکو او آن اروپا چې د امریکا نږدې او دایمي ملګرې پاتې شوې هم غځول شوي دي چې له شک پرته به نړیوال تجارت متاثر کړي.
ټرمپ د مارچ په ۲۶مه په یوه تازه فرمان کې ویلي چې د اپرېل له دویمې نېټې به د ټولې نړۍ پر هغو موټرو چې امریکاته صادرېږي ۲۵ سلنه تعرفه زیاته شي او په وینا يې دا تعرفې به دایمي وي.
آیا اروپايي پانګوال او سوداګر له امریکا مخ اړوي؟
که څه هم امریکا او اروپا ډېر پخواني متحدین او سوداګریز شریکان دي خو په دې وروستیو کې چې ولسمشر ټرمپ د خپلې تجارتي جګړې د ټوپک شپېلۍ اروپا ته هم سیخه کړې نو د دغه لويې وچې پر پانګوالو د محاصرې کړۍ تنګه شوې او په مقابل کې يې چین چې پرانیستې تجارتي پالیسي لري، داسې اټکل کېږي چې اروپايي پانګوالو له امریکا مخ اړولی او چین بازار ته يې زړه ښه کړی دی.
نو اوس دا زموږ د هغه خبرې یو ثبوت دی چې پاس مو یادونه وکړه چې ډېر وخت مضر رقابت نه یوازې مقابل لوري ته زیان رسوي، بلکې عامل ته يې هم زیان رسېږي لکه اوس چې اروپايي پانګوال له امریکا څخه مخ اړوي.
چاره څه ده؟
دا چې په آسیا کې تجارتي خدمات راحت او ډېر شوي، نوي اقتصادي قدرتونه را ټوکېدلي او په داسې حال کې چې امریکا د خپلو تعرفو او تجارتي جګړې اصلي هدف هم آسیا ګرځولې نو باید اسیا په اتحاد او یووالي سره د امریکا پروړاندې ودرېږي چې دا به نه یوازې د امریکا د اقتصادي جګړې له شره د آسیا نجات وي، بلکې د ټولې نړۍ تجارت به وژغوري.
اوس چې تازه د چین د های نان ولایت کې د بواو فورم کلنۍ غونډه روانه ده نو هیله ده چې له دې فرصته په استفادې یو تاریخي اقدام وشي او د امریکا د زیات غوښتنو پروړاندې د درېدو معقولې لارې انتخاب شي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې له ۶۰ د ډېرو هېوادونو څه باندې ۱۵۰۰ استازي ګډون لري چې په دې کې پر سیاسي مشرانو سربېره پانګوال هم شامل دي نو ځکه يې پرېکړه مهم تاثیرات لري.